د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار چاودنه: ۱۷ تنه مړه ۶۰ ژوبل


پاړه چنار بیا بیا د خونړیو بریدونو ښکارېږي
پاړه چنار بیا بیا د خونړیو بریدونو ښکارېږي

په کورمه کې بمي چاودنه شوې ده چې پکې د روغتیايي او انتظامي چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او تر شپېتو ډېر یې ژوبل کړي دي.

دغه چاودنه د جمعې په ورځ شاو خوا یوولس بجې د پاړه چنار په بازار کې د ښځو له مرکزي امام باړې سره نېزدې شوې ده چې پکې عام ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یو انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته وويل، داسې ښکاري ې دا یو ځانمرګی برید وو. د ده په خبره، دا یو موټر بم برید وه.

به چاودنه کې کارول شوی ګادی
به چاودنه کې کارول شوی ګادی

د سیمې صحت څانګې مشرې ډاکټر معین بیګم مشال راډیو ته وویل، تر پیښې وروسته د سیمې په هسپتالونو کې ایمرجنسی لګول شوېده.

ډاکټر معین بیګم وايي، ټول ۶۰ زخمیان هسپتال ته وروړل شوي دي چې پکې د ځینو کسانو حالت ښه نه دی او هغوی به په هیلي کاپټر کې پېښور ته منتقلوي.

​بلخوا تر چاودنې وروسته ځايي خلکو احتجاج کړی چې بیا امنیتی ځواکونو ورباندې ډزې هم کړي چې پکې د مالوماتو ترمخه، دوه کسان زخمیان شوي هم دي.

د سیمې انتظامي چارواکي تحصیلدار تنزیل مشال راډيو ته وویل، امنیتیو ځواکونو نېغ په نېغه نه بلکې د بلوه ګرو شړلو لپاره هوايي ډزې کړې دي.

تحصیلدار تنزیل وايي، احتجاج د ولس حق دی خو که یوڅوک سرکاري ودانیو ته نقصان رسوي، نو دا یو جرم دی.

پاړه چنار کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:26 0:00

د شییعه ګانو ځايي تنظیم انجمن حسېنییه مشر حاجي فقیر حسن وايي، کم خلک چې احتجاج کوي او سرکاري ودانو ته نقصان رسوي، هغوس داسې دې نه کوي ځکه چې ترهګر غواړي حکومت او ولس په خپلو کې وجنګوي.

د دغې پیښې زمه واري جماعت الاحرار منلې ده.

د کورمې سرښار پاړه چنار کې تر دې مخکې هم بمي چاودنې او ځانمرګې بریدونه شوي دي چې پکې یو شمېر عام ولس ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

په سیمه کې د جنورې پر ۲۲مه نېټه له عید ګاه سره نېزدې په سبزي منډۍ کې چاودنې ۲۳ تنه ولسي وګړي وژلي ول او ۵۰ نور یې ژوبل کړي ول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG