د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شوې ده


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت له یو روغتیايي کلینک پرته نورو ټولو روغتیايي مرکزونو کې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې ګمارل شوي او پدې سره د مور او ماشوم د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.

دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د عامې روغتیا په چوکاټ کې له دوه کلونو مسکلي زده کړو څخه د ۵۴ تنو ښځينه قابله وو او نرسانو د فارغیدو په ځای کې مشال راډیو ته وکړې.

د خوست د عامې روغتیا سرپرست رييس ډاکټر ګل محمدالدین محمدي وايي، دوی هڅه کوي د دا ډول ښوونیزو پروګرامونو له لارې مور او ماشوم ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

ګل محمدالدین محمدي زیاتوي:

((۵۴ نفره ښځینه قابله ګانې او نرسانې د نارويژن کمیټې په مالي مرسته د نرسانې له ښوونځي څخه فارغې شوې، تر دې دمه موږ په خوست ولایت کې ۱۷۵ نفره قابله وې او ۶۱ نرسانې فارغې کړي دي او د خدمت لپاره مو جامعې ته تقدیم کړي دي، موږ د خوست په دېرشو کلینکونو کې له یوه پرته ښځینه قابله وې او نرسانې شتون لري، تر څو موږ د دې په واسطه وکولای شو، خویندو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.))

په خوست کې د نرسنګ د پروګرام مشره رابعه حلیم وايي، دوی غواړي ټولنې ته د دې نرسانو او قابله وو د معرفي کولو له لارې هغه سپینې ساحې چې تر اوسه هم ښځينه ډاکټره، نرسه او قابله په کې نشته ډکې کړي او د عامې روغتیا هغه هدف چې د موږ او ماشوم د مړینې د کچې ټیټول دي، لا اقل ورته نږدې شو.

رابعه حلیم وايي:

((زموږ هیله داده لکه څرنګه چې پخوانې فارغانو سپین ځایونه ډک کړي دي، دوی به هم وکولای شي، چې پاتې ساحات ډک کړي او د وزارت هغه لوی هدف چې هغه د مور او ماشوم د مړینې د کچې ټیټول دي، حد اقل به ورته نږدې شو، دې نجونو کې تر اوسه ۱۶ تنه استخدام شوي او نورو ته به هم ځایونه پیدا شي.))

د نرس قابله ګی د زده کړو د دې پروګرام فارغو نجونو په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه، چې له هر ډول پلمې پرته به په اطرافو او ولسوالیو کې خپلو سیمو ته ځي او د مور او ماشوم د ژوند په ژغورنه کې به خپلې وعدې سرته رسوي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا په چوکاټ کې د نرسنګ او قابله ګی د دوه کلنو پروګرامونو سربیره پدې وروستیو کلونو کې په خصوصي سکټور کې هم د نرسنګ او د نیمه روغتیايي زده کړو مرکزونه جوړ شوي، چې سلګونه خوستۍ نجونې په کې پر زده کړو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG