د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خپله خوښه د ستنېدونکیو افغان کډوالو بهیر اپرېل کې پیلېږي


په پاکستان کې ميشت افغان رجسټرډ کډوالو په خپله خوښه افغانستان ته د ستنېدو مرحله به يو ځل بيا د اپريل په درېمه نېټه پېلېږي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن ايچ سي آر وياندې دنيا اسلم خان مشال رېډيو ته وويل چې پروسږ کال دا فغان کډوالو ستنېدو لړۍ پیل شروع شوې وه خو له ديسمبر پس پاکستان او افغانستان دواړو خوا د يخ موسم له وجې درول شوې وه چې اوس به په درېيم اپريل بيا پیلېږي.

د نوموړې په وینا پروسږ کال ۲۰۱۶ درې لکه اوويا زره رجسټرډ افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي ول خو سږ کال له يو اين اېچ سي ار سره تر اوسه يوولس زره افغان کډوالو ځانونه راجسټر کړي دي چې د اپريل او مې په مياشت کې واپس افغانستان ته ځي.

دنيا اسلم خان زياته کړه چې په خپله تلونکي رجسټرډ کډوالو لپاره په کوټه او خېبر پښتونخوا کې مرکزونه جوړ دی او يو اين ايچ سي آر یې مرسته هم کوي.

د وياندې په وینا پروسږ کال کډوالو ته ۴۰۰ ډالر ورکول کېدل خو سږ کال به ورته ۲۰۰ ډالر نغدې مرستې ورکول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اېن ايچ سي آر تر مخه دا وخت په پاکستان کې ۱۳ لاکه رجسټرډ او ۶ لکه غېر رجسټرډ کډوال ژوند کوي.

بل خوا د پاکستان وفاقي حکومت د ۲۰۱۶ په نومبر کې د راجستر افغان کډوالو په پاکستان کې د پاته کېدو موده د سږ کال تر ۳۱ دسمبر پورې غځولې ده.

XS
SM
MD
LG