د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان سولې بهیر څلور اړخیزې ډلې ارزښت نه دی بایللی


پاکستان وایي، د افغانستان سولې پروسې په اړه جوړه کړل شوې څلور-اړخیزه ډله (کیو سي جي) اوس هم ارزښت لري.

د زیارت په ورځ د یو سوال په جواب کې د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا اونیزې خبري غونډې ته وویل چې زموږ په نظر د څلور هېوادونو دا ډله اوس هم یوه موثره فورم دی او پاکستان به د خپلې پالیسې مطابق هر هغه فورم کې ګډون کې کوي چې د افغانستان په ګټه وي.

ده زیاته کړه چې افغانستان د سولۍ پروسې په اړه کارکونکې درې غړي هېوادونه امریکا، چین او پاکستان طالبان د خبرو-اترو مېز ته راوستو لپاره خپل کوششونه کړي دي.

،، زموږ په نظر د څلور هېوادونه دا ډله اوس هم یوه موثره فورم دی. د افغانستان سولې او ثبات لپاره یوشمېر نور داسې فورمونه شته. په دې ورستیو کې روس د علاقایي مشاروت لپاره یوه شپږ -اړخیزه غونډه د سږ کال په فبروری کې کړې وه او تر دې وړاندې یې درې - اړخیزه هم کړې وه او اوس د دوولس هېوادونو غونډه د راروانې میاشت په مینځ په ماسکو کې د کولو پلان لري. په دغه غونډه کې وسطی ایشیایي ملکونو او امریکا ته هم بلنه ورکړل شوې ده. پاکستان به هم دې غونډه کې د خپلې پالیسۍ مطابق ګډون کوي. دغه پالیسي چې مثبتو هلو ځلو په اړه ده، په هر هغه فورم کې به ګډون کوو چې د افغانستان سولې په اړه وي.،،

د راپورونو ترمخه چې څلور-اړخیزه غونډه (کیو سي جي) په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې وه چې مقصد یې افغان حکومت او افغان طالبان د خبرو-اترو مېز ته راوستل وو.

د کیو سي جيپنځمه غونډه یې په اسلام اباد کې په اتلسم مې شوې وه خو د دې غونډې ورستیو د بلوچستان په نوشکي سیمه کې د افغان طالبانو مشر ملا اختر منصور د مړینې نه پس دا غونډه د ځنډ ښکار شوې ده.

پاکستان دا موقف لري چې د د ې غونډې هر یو هېواد ذمه واره دی چې د افغانستان امن لپاره د خپلې برخې کردار لوبوي. خو اخره کې دا د افغان حکومت معامله ده ځکه چې د څلور اړخیز هېوادونو د غونډې مقصد وسله والې ډلې د خبرو اترو مېز ته راوستل دي څه چې دا د افغانستان داخلي معامله جوړوي.

د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال طاهر خان وایي چې د څلور-اړخیزه هېوادونو ډله په اړه پاکستان اوس هم هیله مند دی خو انتظار کوي چې آیا امریکا د دې غونډې په اړه څه نظر لري.

دی زیاتوي چې پاکستان او چین هم له دې سره هېڅ مشکل نه لري خو افغانستان له کیو سي جي خوشاله نه دی.

،، که څوک دا خبره کوي چې د دې څلور-اړخیزې ډلې څه رول نشته نو دا خبره به سمه نه وي خو دا پروسه کمزورې شوې ده ځکه چې تر اوسه مالومه نه شوه چې د دې غونډه به کیږي او که نه. بل ټول انتظار چې دې نو هغه د نوې امریکايي انتظامیې دی چې هغوی د افغانستان په اړه څه پالیسي اعلانوي.،،

د ۲۰۱۵ په جولایې میاشت په مري کې د افغانستان حکومت او د افغانستان تحریک طالبان ترمینځه یوه غونډه شوې وه چې پکې د امریکا او چین استازیو هم ګډون کړی وو.

په دې لړ کې د خارجه چارو دفتر خبرپاڼې ویلي وو چې د فریقینو ترمینځه په دې خبره اتفاق شوی وو چې هر لوری به د امن پرځایکولو لپاره پوره اخلاص او عزم سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG