د لاسرسي ځای

تازه خبر

'افغان ځواکونو زیاتو الوتکو ته اړتیا لري'


د افغانستان دفاع وزارت وايي په هېواد کې د روانې جګړې د کابو کولو لپاره افغان ځواکونو لا زیاتو الوتکو ته اړتیا لري.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د پنجشبنې په ورځ مشال راډیو ته وویل، دا مهال امریکا افغان حکومت ته شاوخوا ۱۵۰ بېلابېلې الوتکې ورکړې او دا لړۍ همداسې دوام لري:

"اړتیا ده چې له دوه سوه او درې سوه زیاتې الوتکې د افغانستان هوايي ځواکونو کې فعالیت ولري."

د راپورونو له مخې یو جګ پوړی امریکايي پلاوی افغانستان ته راځي او د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ، افغان حکومت ته د ۲۰۰ الوتکو د ورکړې په موضوع هم له افغان چارواکو سره خبرې کوي.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG