د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخواني پاکستاني سیانسپوه عبدالسلام د تره زوی ووژل شو


د پنجاب پولیس وايي،نن د زیارت په ورځد پنجاب صوبې په یوه ښار ننکانه صاحب کې ناڅرګنده کسانو د نوبل جایزې ګټونکي پخواني ساینپوه ډاکټر پروفېسر عبدالسلام د تره یو زوی وکیل سیلم لطیف په ډزو وژلی دی. د نوموړي له وژنې سره جوخت په لاهور کې احمدیه جماعت په خپل یوه جاري کړي رپوټ کې ویلي چې له ۱۹۸۴م کاله راهیسې په پاکستان کې د دوی د ټولنې څه باندې دوه نیم سوه کسان په فرقه ییزه پېښو کې وژل شوي دي. او یوازې پروسږ کال (۲۰۱۶) یې شپږ تنه په هدفي بریدونه کې وژل شوي دي.

په رپورټ کې غوښتنه شوې چې دوی ته دې تحفظ ورکړل شي او د وژنو مخه دې یې ونیول شي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د احمدي ټولنې ویاند سلیم الدین وویل چې په ۲۰۱۶م کال په مقامي او قامي رسنیو کې د دوی پرضد اوولس سوه اشتهارونه چاپ شوي دي او زیاتوي که د کرکې خورولو دا لړۍ و نه درول شوه نو احمدیان به هم داسې وژل کېږي.

د سلیم الدین په وینا پروسږ کال( ۲۰۱۶ ) يې شپږ کسان وژل شوي او له دې سربېره مقدمې پرې هم درج شوي

په بلدیاتي انتخاباتو کې يي برخه وانه خستې شوه او د حکومت لخوا چې کوم قانونه جوړ دي هم هغه شان دي او د هغې پر اساس په دوی مقدمې جوړېږي.

او بله دا چې په خلکو کې یې پرضد غوسې راپیدا کول کېږي، پرضد یې په رسینو کې خبرونه خپرېږي او دریځ یې نه اورېدل کېږي.

مشال راډیو چې په دې اړه د قامي اسمبلۍ د بشري حقونو لپاره د قایمه کمېټۍ له یوه غړي صاحبزاده محمد یعقوبه وپوښتل نو د هغه وینا وه چې د بشري حقونو تنتظیمونو لخوا جمع کړل شويد اقلیتونو تحفظ لپاره پر یو بل باندې دوی کار کوي او دوی متعلقه ادارو ته هم ویلي چې د اقلیتونو تحفظ باوري کړي او دوی د متعلقه ادارو غړي په هره غونډه کې راغواړي او ورته وايي چې آئین او قانون دې خلکو ته تحفظ ورکړی نو تاسو يې ورته ولې نه ورکوئ. د نوموړي په خبره ډېر ژر به دغه قانون له سېنېټه منظور کړل شي.

د احمدیه جماعت په وینا پروسږ کال په ديسېمبر کې هم د پنجاب په چکوال سیمهکې ځېنو خلکو د احمدیانو پر یوه عبادتخانه حمله کړې وه چې له کبله يې یوشمېر احمدیانو له دغه علاقې کډه کړې وه.

XS
SM
MD
LG