د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کرکټ نړيوالې شورا بشپړ غړيتوب پر لور بل ګام واخیست


افغانستان آيرلينډ ته په شل اووريزو او پنځوس اووريزو سياليوو کې تر ماتې وروسته، په څلور ورځنۍ سيالۍ کې هم شکست ورکړ. د کرکټ مبصرينو، دا پرله پسې برياوې ستايلي دي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې نن آيرلينډ ته په څلور ورځنۍ سيالۍ کې په يوې پاڼۍ (اننګز) او ۱۷۲ منډو شکست ورکړ. د هند اترپردېشن ايالت په ګريټرنوييډا لوبغالي کې، دا لوبه دافغانستان تر پچې ګټلو او بيټينګ کولو پيل شوه. افغان لوبډلې د اتوو لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۵۳۷ منډې جوړې کړي. لوبډلمشر اضغر ستانکزي ۱۴۵، افسر ځاځي ۱۰۳، محمد شهزاد ۸۵ او ناصرجمال ۷۳ منډې وکړي.

د آيرلينډ له خوا جارج ډاکريل تر ټولو ډېرې درې ويکټې واخيستې. آیرلينډ د لوبې په دوهمه ورځ خپل بيټينګ يا توپ وهنه پېل کړه. د دوی ټولو لوبغاړي په ۲۶۱ منډو اوټ شول. اينډي بالبيرين تر ټولو ډېرې ۶۲ او ايډجوايس ۴۵ منډو وکړي. د افغانستان له خوا راشد خان پنځه، ظاهر خان او محمد نبي دوه دوه او رحمت شاه يوه ويکټ واخيسته.

دا چې آيرلينډ د افغانستان له لومړۍ پاڼۍ د ۵۳۷ منډو څخه ډير وروسته پاتې وو نو د افغان لوبډلمشر په خوښه يې د دوهمې پاڼۍ بيټينګ هم وکړ. په کرکټ کې دې ته د فالو آن اصطلاح کاريږي. په دوهمه پاڼۍ کې د آيرلينډ ټول لوبغاړي د ۱۰۴ منډو په کولو اوټ شول. افغان لوبغاړو محمد نبي ۶، راشد خان ۳ او دولت ځدراڼ يو ويکټ واخيسته. په دې توګه افغانستان د آيي، سي، سي نړيوال کپ سياليوو دا لړۍ دا لوبه وګټله او شل نومرې يا پواينټونه يې ترلاسه کړل.

د څلور ورځنيوو سياليوو په دې ټورنمنټ کې اته لوبډلې برخه لري. افغانستان دا مهال د ۸۱ نومرو په اخيستو سره تر ټولو مخکې دی. که يې پاتې دوه لوبې له هانګ کانګ او متحده عرب اماراتو څخه وګټلې نو له دې سياليوو به بريالی راووځي او ټورنمنټ به په خپل نوم کړي.

د افغان لوبډلې مشر، اضغر ستانکزی د ننئ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د کرکټ نړيوالې شورا يا آيي، سي، سي ويلي دي چې که هر څوک په دې سياليوو کې لومړی شو هغه به په نړۍ کې د ټيسټ لوبو درجه بندۍ کې شامل آخري لوبډلې سره لوبيږي. اوس مهال دا وروستئ لوبډله زمبابوی ده. په دې توګه به افغانستان ته د دې شورا د بشپړ غړيتوب لار پرانيستل شي.

XS
SM
MD
LG