د لاسرسي ځای

تازه خبر

برلین کې یو پاکستانی ایران ته پر جاسوسۍ په بند محکوم شو


د سېشنبې ورځ په برلین کې یوې محکمې یو پاکستانی سړی ایران ته په جاسوسۍ مجرم وباله او د څلور کاله بند سزا یې ورته اورولې ده.

د محکمې په وینا حیدر سید مصطفی د ایران د انقلاب ساتونکو "سپاه پاسداران انقلاب" د قدس ځواک په غوښتنه د اسرائیل–جرمني د انجمن د پخواني رئیس او یو پروفیسر په اړه چې په پېرس کې یې کار کاوه اطلاعات راټول کړي دي.

محکمې ته ثابته شوې چې پاکستاني حیدر سید مصطفی ته د دې استخباراتي کار په بدل کې ۲۰۰۰ یورو ورکړل شوي دي.

نوموړی په ۲۰۱۲ میلادي کال کې جرمني ته تللی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG