د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې د افغانستان بانک رئيس پر کور عملیات شوي


په ننګرهار کې یوې باوري سرچینې ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته ويلي بېګا شپه افغان ځانګړیو ځواکونو په ښېوې ولسوالۍ کې د ننګرهار د افغانستان بانک رئيس مولوی احمدزي پر کور ځانګړي عمليات شوي چې درې تنه وژل شوي او ۱۸ تنه‌ يې له ځانه سره ژوندي بيولي دي.

د دې سرچينې په وینا دغه عملیات له داعش سره د تړاو په تور د مشکوکو کسانو نیونه وه چې په بیول شویو کسانو کې یو تن مېلمه او نور ټول د افغانستان بانک د رئيس د کورنۍ غړي دي.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼي په ښېوې ولسوالۍ کې د ځانګړیو ځواکونو لخوا شوي عملیات تائیدوي خو په خبره‌ يې چې د دې عملیاتو پایلې به وروسته له رسنیو سره شریکې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG