د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټېلرسن به د ناټو غونډه کې پر روسيې د فشار پر اړتيا خبرې وکړي


د امريکا يوه لوړ رتبه چارواکي ويلي، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير رېکس ټیلرسن به د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په راتلونکې غونډه کې پر روسيې د فشار پر اړتيا خبرې وکړي.

پر روسيې د فشار غوښتنه د ګاونډيو هېوادونو پروړاندې د مسکو پاروونکي سیاست له کبله شوې ده.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت يوه جګپوړي چارواکي، د نوم نه‌ ښودلو په شرط دا څرګندونې په سېشنبه له خبريالانو سره په ټیليفون وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې رېکس ټېلرسن بروکسل ته روان دى، چې د جمعې په ورځ د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې برخه واخلي.

د بهرنيو چارو وزارت دغه چارواکي ويلي، ټيلرسن به د ناټو تړون له چارواکو سره د اوکراين ختيځ کې د امنيتي وضعيت د ښه کېدو لپاره پر ګډو ژمنو او پر روسيې د ناټو د فشار پر دوام بحث وکړي چې د ګاونډيو هېوادونو پروړاندې خپل پاروونکی سیاست پاى ته ورسوي او خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې د اوکراين په تړاو يې د مېنسک په موافقه کې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG