د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل رسماً پيلېږي


د بريتانيا وزیر اعظمې تیریسا مې يو ليک لاسليک کړ چې له مخې يې په رسمي ډول له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل پيلېږي.

د مې دفتر د هغې يو عکس خپور کړى چې دغه تاريخي سند لاسليکوي.

دغه ليک به نن د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک ته وسپارل شي.

په اروپايي ټولنه کې د بريتانيا سفير ټيم بارو به دغه ليک نن ماسپښين ټوسک ته وسپاري.

په دې توګه به د ليزبون تړون پنځوسمه ماده عملي شي چې له مخې به‌يې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو دوه کلنه پروسه پيل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG