د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان او افغانستان دې خپلو ګډو ګټو ته پام واړوي'


'پاکستان او افغانستان دې خپلو ګډو ګټو ته پام واړوي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:05 0:00

د پاکستان او افغانستان پارلماني استازي او د مدني ټولنو غړیو ویلي چې کابل او اسلام اباد دې د سیمې د امینت لپاره په شریکه کار اوکړي.

نن دوشنبه په اسلام اباد کې د غیر سرکاري اداری سي آر اېس اېس تر سیوري لاندې د دواړو هېوادونو پارلېماني استازیو، میډیا او مدني ټولنې غړیو درې ورځنۍ غونډه پیل شوه.

غونډې ته د وینا په وخت ګډون والو وویل چې د دواړو هیوادونو ولسونه باید خپلمینځي اړیکې نورې قوي کړي او دواړه حکومتونه د امنیت پرځايکولو لپاره په شریکه کار وکړي.

د افغانستان سولې عالي شورا مشاور عبد الحکيم مجاهد مشال راډيو ته وويل چې کله هم د حکومتونو ترمينځ شخړې رامينځ ته کېږي نو ملتونه کوښښ کوي چې د يو بل ملکونو سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکې ښې کړي.

خو په ترکي او انډونېزيا کې د پاکستان پخوانی سفير ميا ثناءالله وايي چې د پاکستان او افغانستان ولسونه د يو بل لپاره ښې خاطرې لري خو اوس پکې لږ ډېر بدلون راروان دی او د دې غټه وجه يو خو د مطبوعاتو منفې راپورونه او بله وجه ترهګري ده. د ترهګرۍ خاتمې لپاره خو دواړه ملکونه کوښښونه کوي چې کافي نه دي. که دا کوښښونه زيات کړل شي او مطبوعات منفي راپورونه ورکول پرېږدي نو امکان شته چې حالات لږ ښه شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د تېر کال جون میاشتې راهیسې تر پخوا ډېرې کړکېچنې شوي دي.

خو د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې له هغه وروسته لا پسې خرابې شوې چې پاکستان د فرورۍ د میاشتې په ۱۶مه نېټه د تورخم او چمن لارې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړلې خو يوه مياشت ورستو يې دغه لارې بيا پرانستلې.

XS
SM
MD
LG