د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې د رېل ګاډي او ټېنکر په ټکر کې دوه تنه مړه ګڼ ژوبل


د رېلوې چارواکي وایي بيګا د نيمې شپې د شالیمار ایکسپریس په نوم رېل ګاډی له لاهوره کراچۍ ته روان وو چې پر یوه پټلۍ د تېلو له یوه ټېنکر سره جنګېدلي. د پیښې وروستو په ریل ګاډي کې اور هم لګېدلی دی.

پولیسو د ټېنکر ډرائيور نیولی او په دغه اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

روانه مياشت د ريلوې لپاره د سېنېټ قايمه کمېټۍ غونډې ته د وینا په وخت د ريلوې وفاقي وزير خواجه سعد رفيق ويلي وو چې تيرو دريو کالونو کې له خطری ډکو پاټکونو له کبله ۱۸۴ پېښې شوي دي چې تر سلو ډېر کسان یې وژلي او یونیم سل نور یې ټپیان کړي دي.

د پاکستان ريلوې ویاند نجم علي خان مشال رېډيو ته وويل چې د صوبو په مرسته او چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د پروژې لاندی په هیواد کې د ریلوې نظام نوې کولی شي او هغه پاټکون تړل کیږي چې خطر جوړوي.

خو د رېلوې لپاره د سېنېټ قايمه کمېټۍ کې د تحریک انصاف غړې ثمینه عابد مشال ریډیو ته ویلي چې حکومت د ریلوې نظام نه نوې کوي او هم دغه وجه ده چې دا قسم پیښې رامنځ ته کیږي.

د روان کال د جنورۍ د میاشتې په شپږمه نیټه د پنجاب لودهرا سيمه کې دريل ګاډي او رکشو تر مینځ د ټکر په نتیجه کې نهه کسان وژل شوي ول چې شپږ یې د سکول ماشومان ول.

هم په دغه میاشت کې د دوه ویشتمه نیټه د پنجاب په ګوجره سیمه کې یو ریل ګاډې له پټلۍ پریوتو چې شپږ کسان یې ووژل.

XS
SM
MD
LG