د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو: د ایران ولسمشر له پوتین سره ګوري


د ایران ولسمشر حسن روحاني نن دوشنبه په مسکو کې له خپل روسي سیال ولادمیر پوتین سره ویني.

ټاکل شوې ده چې دواړه مشران تهران ته د روسيې د وسلو د پلورولو او د ایران د انرژۍ په سکتور کې د روسيې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

حسن روحاني پرون په مسکو کې د روسيې له صدراعظم دیمتري میدودیف سره وکتل.

میدودیف له روحاني سره په ګډه خبري غونډه کې وویل مسکو ته د ایران د ولسمشر دا سفر بهد دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ نوی دور پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG