راپورونه وايي د روسيې د کورنیو چارو په وزارت کې د ساختماني څانګې مشر په مسکو کې وژل شوی دی.
انترفاکس خبري اژانس د روسيې چارواکو په حواله چې نومونه يې نه دي ذکر شوي وايې نیکولای ولکوف پرون په ډزو وژل شوی دی.
پولیس په دې باور دي چې والکوف د غلو لخوا وژل شوی دی او قتل يې د هغه له وظیفې سره کوم تړاو نه لري.