د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیکا کې پخوانۍ کلیوالې پروژې بیارغول کېږي


د پکتیکا کلیو پراختیا رییس انجینر نجیب الله جاهد
د پکتیکا کلیو پراختیا رییس انجینر نجیب الله جاهد

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په یو شمېر سیمو کې به ۱۶۰هغه مخکینۍکلیوالي پروژې چې څه نا څه زیانمنې شوي له سره ورغول شي.

یادې پروژې چې د کلیو پراختیا ریاست د ساتنې او څارنې د پروګرام په چوکاټ کې کې پلي کیږي، ۸۶ میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت راځي.

د دغه پروګرام لومړی برخه تېر کال د پکتیکا په لسو ولسوالیو کې ترسره شوې او د پاتې ۱۶۰ پروژو کارونه یې اوس پیل شول.

د پکتیکا کلیو پراختیا رییس انجینر نجیب الله جاهد مشال راډیو ته وویل، چې پدې پروګرام د هغه کلیوالي پروژو ترمیم شامل دی، چې پخوا جوړې شوي او د څو کلونو په موده کې څه نا څه زیانمنې شوي دي.

د ښاغلي جاهد په خبره پدې پروګرام کې د پروژو انتخاب د اړتیاوو په اساس په خپله خلکو پورې اړه لري.

((د ۱۶۰ پروژو د بیارغونې لپاره پیسې انتقال شوي دي، چې ۸۶ میلیونه افغانۍ د دې بودجه ده، حفظ مراقبت لکه له نوم څخه يې چې مالومه ده اکثریت هغه پروژې چې پخوا عملي شوي دي، د ترمیم چارې يې مخته ځي، د پروژو انتخاب په خلکو پورې اړه لري چې د کومو پروژو له سره ترمیم غواړي.))

بل لوري ته د پکتیکا یو شمېر قومي مخور هم دا ډول پروژې ګټورې بولي او زیاتوي، چې د حکومت د پلان پر اساس د ملي پیوستون پروګرام په تعقیب په څلورو ولسوالیو کې د ولسي تړوننوې برنامه پلی کیږي.

دوی غوښتنه وکړه، دې لپاره چې د دې څلورو ولسوالیو سربېره بیا د نورو سیمو خلک محرومه پاتې نشي، نو هلته دې دا ډول برنامې عملي شي.

پکتیکا والي الیاس وحدت
پکتیکا والي الیاس وحدت

په همدې حال کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په خپلو خبرو کې یاد پروګرام ګټور وباله او زیاته يې کړه، چې د تېر کال په پروژو کې ۱۶ زره پکتیکاوالو ته د لنډمهالو کارونو زمینه برابره شوې وه.

ده وویل، کچیرې دا ډول پروګرامونه نه وي، نو خلک اړ کیږي چې د کورنۍ د نفقې لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي.

د پکتیکا والي د یادو پروژو په بیارغونه کې د ولسونو ونډه مهمه او ټاکوونکې وبلله او زیاته يې کړه، کچیرې دولت سره د پروژو پلي کېدو کې کلکه ولسي همکاري نه وای نو پلي کېدل به يې له ستونزو خالي نه وو.

دا په داسې حال کې ده، چې د پکتیکا د کلیوالي سیمو خلکو په ټېنګار ویلي، کچیرې په تېرو کلونو کې د پلي شویو لویو او وړو پروژو حفظ او مراقبت د دولت په اساسي برنامو کې شامل نشي، نو ښايي دا پروژې چې سلګونه میلیونه ډالر پرې لګښت شوی، یوه لویه برخه يې له منځه ولاړې شي.

XS
SM
MD
LG