د لاسرسي ځای

تازه خبر

د "م.م" مرکز کې پر اټومي وسلو د بندیز په اړه غونډه وشوه


د سلو څخه زیاتو هېوادونو په ملګرو ملتونو کې پر ایټمي وسلو د نړیوال بندیز په اړه خبرې پیل کړي دي. د ملګروملتونو د ۱۲۳ غړو هیوادونو استازي غواړي، د هغه څه په اړه بحث وکړي چې دوی یې پر ایټمي وسلو د په قانوني توګه عملي کیدونکي بندیز تړون بولي.

د نړی ایټمي وسله لرونکیو سترو هېوادونو لکه امریکا، روسیې او چین په دغه غونډه کې له برخې اخېستو انکار کړی دي.

په واشنګټن کې چارواکي وايي، پر اټومي وسلو بندیز به کار و نه کړي او نړيواله ټولنه دې په دې برخه کې تدریجي ګامونه پورته کړي.

د نړیوال بندیز پلویان وايي، د شمالي کوریا د اټومي وسلو پر سر د تاوتریخوالي او په امریکا کې د غیریقیني نوې انتظاميې له وجي د اټومي زیانونو ګواښونه مخ په زیاتیدو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG