د لاسرسي ځای

نوازشريف: حېدراباد کې پوهنتون، نړيوال هوايي ډګر او مېټرو ـ بس جوړوو


د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د ګل په ورځ د سيند صوبې د دویم لوی ښار حېدراباد دوره کړې او هلته يې د نوي هوايي ډګر، پوهنتون، مېټرو ـ بس د جوړولو ترڅنګ ولس ته د صحت کارډ اسانتياوې ورکولو اعلانونه کړي دي.

په حېدراباد کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال نوموړي وويل چې د کراچۍ ترڅنګ يې په حېدراباد کې هم ترهګري ختمه کړې. نن په دواړو ښارونو کې امن دی، تر ۲۰۱۳م کال وړاندې ټول هېواد نارامه وو خو اوس يو وارې بيا د ملک امن پرځای شوی دی.

د حېدراباد لپاره وزيراعظم نوازشريف په خپله وينا کې لوی لوی اعلانونه هم وکړل.

((چې کراچۍ ته ځم نو ځای پر ځای د ښځلو ډېرانونه وي، هلته هر ځای ګردونه او دوړې وي. اوس چې کومه کراچۍ موږ وينو په پخوانۍ او اوسنۍ کې د ځمکې اسمان فرق دی. موږ پرېکړه کړې چې په حېدراباد کې به د نړيوال کچ هوايي ډګر جوړوو، په حېدراباد کې به هم مېټرو ـ بس او پوهنتون جوړېږي.))

د دې ترڅنګ وزيراعظم د حيدراباد ښاروال او مرستيال ښاروال لپاره د ۵۰ کروړه روپو سره سره د پوهنتون جوړولو لپاره په فوري توګه د ۱۰۰ کروړه روپو اعلان وکړ.

تر دې وړاندې دغه ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د رېلوې وفاقي وزير خواجه سعد رفيق پر پاکستان پيپلز ګوند ټکونه وکړل او ويې ويل چې دوی ځکه سيند صوبې ته راتګ پېل کړو چې څلور کاله يې دوی ته موقع ورکړه خو بيا هم په صوبه کې هېڅ کارونه و نه شو او دا يوه بدحاله صوبه جوړه شوې ده.

((د سيند صوبې د خلکو ژوند نه بدلېږي، دې خلکو د دې صوبې نه کنډر جوړ کړی. هر اړخ ته ډېرانونه، مات سړکونه، دوړې، وران روغتونونه، بربادې تعليمي ادارې او د ولس د تګ راتګ يعنې د ګاډو هېڅ نظام هم دلته په نظر نه راځي.))

د مسلم ليګ(ن) د جلسې په غبرګون کې د پيپلز ګوند صوبايي مخکښ مولابخش چانډيو ويلي چې اوس دا اعلانونه کول بدنيتي ده او هېڅ ارزښت نه لري. د نوموړي په وينا چې عامې ټولټاکنې نزدې دي نو دوی هم سيند صوبې ته راتګ پېل کړو.

د ذکر ده چې د وزيراعظم نوازشريف په دې لنډه موده کې د سيند صوبې دا درېمه دوره وه.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG