د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو سیک لوبغاړی د خیبر زمري کرکټ ټیم کې واخېستل شو


خېبر اېجنسې سره تعلق لرونکې شل کلن سیک لوبغاړې مهیندرپال سینګ د فاټا سوپر لیګ د خیبر ګرین زمري ډلې په لوبغاړو کې شامل کړل شوی دی.

د فاټا سوپر لیګ څلریشت ډلې دي چې ورله د قبایلي سیمو نه د لوبغاړو انتخاب روان دې.

مهیندر پال سینګ چې د پنجاب پوهنتون نه د ډاکټر آف فارمېسي زده کړې ترلاسه کوي، مشال راډیو سره په خبرو کې ووېل چې د پاکستان په تاریخ کې په وړومبي ځل د سک مذهب یو لوبغاړې به د کرکټ په مېدانونو کې لوبیږي.

د ده په وېنا چې د کرکټ په ګرېډ ټو کې د ښه کارکردګي ښودلو له وجې د ده انتخاب د خېبر ګرین زمري لپاره وکړې شو.

"د خېبر ګرین زمری ډلې مشر تېره شپه ماته ټیلي فون وکړو نو زه ډېر خوشاله شوم چې زه اوس د خپل پېدایش ځایې لپاره څه کولې شم. زه په دې ډېر وفخر محسوسوم او خواهش مې دا دی چې د پاکستان نوم روښانه کړم."

د خېبر اېجنسې د سکانو مشر یا ملک بابا جي ګرپال سینګ دې لړ کې مشال راډیو ته ووېل چې زموږ په خلکو کې قابلیت ډېر دې او موږ غواړو چې د ملک په ترقې کې خپل رول ولبوو.

"زه په هاغه ورځ ډېر خوشاله وم چې کله ماتا ملکي راکړې شوه او نن په فاټا سوپر لیګ کې مهیندر پال سینګ شامل کړې شو نو زه د خېبر پښتونخوا ګونر او د خېبر اېجنسې پولیټیکل اېجنټ منندویه یم او د خېبر ګرین زمری ډلې مشر مننه کوو."

د فاټا سوپر لیګ په وېنا چې د فاټا ډومیسایل لرونکې ځوانان اخیستل د څلریشت واړو ډلو ترجیح ده.

د دوی په وېنا چې اقلیتونه هم د قبایلي سیمو برخه ده او چې څنګه نورو قبایلو ته حقوق حاصل دي هاغه اقلیتونه ته هم ورکړې شوې دي.

دې لړ کې مشال راډیو سره په خبرو کې د کرم یونایټد مالک او قامي اسمبلۍ غړي ساجد حسېن طوري ووېل چې د لوبډلو د پاره لوبغاړي په قابلیت اخیستې کیږي او هر هاغه لوبغاړي ته به موقع ورکوي چې قبایلي سیمې سره تعلق لري.

"د فاټا سوپر لیګ نه به نړې ته یو ښه پېغام رسي چې قبایل په نوي سفر روان شول ، امن کې به د دې اهم کردار وي."

د فاټا سوپر لیګ د څلریشت ډلو ترمېنځه به لوبه د راروانې میاشت په دریمه نېټه په ښار سټېدیم باجوړ، جمرود سټېدیم او پاړه چنار کرکټ سټېډیم کې پېلیږي.

د دې سوپر لیګ پایلوبه به د شمالی وزیرستان په یونس خان سټېډیم کې لوبېږی.

XS
SM
MD
LG