د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو افغان پلاوی د پاکستان په سفر دی


د افغانستان پارلېمان، مدني ټولنو او خبريالانو يوه اته (۸) کسیزه ډله دا وخت د پاکستان په سفر ده چې موخه یې د دواړو ملکونو ترمينځ تعلقات ښه کول او د ولسونو ترمينځ راشه درشه زياتول دي.

د پاکستان يو غير سرکاري تنظيم سېنټر فار ريسرچ اېنډ سيکيورټي سټډيز (سي ار اېس اېس) په اسلام اباد کې په دې اړه د یوې درې ورځنۍ غونډې تابيا کړې.

د دغه تنظيم مشر امتياز ګل مشال راډيو ته وويل چې پاکستان او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي خو له بده مرغه له تېرو څه وختونو راهیسې يې اړيکې ښې نه دي نو د داسې غونډو له لارې هڅې کوي چې نه یوازې د دواړو حکومتونو تر مینځ اختلافات ختمولو کې کردار ولوبوي بلکې د سیمې امنيت، معاشي او سياسي پرمختګ لپاره هم په ګډه کار وکړي.

په پاکستان کې کارپوهان دا قسمه سفرونه د دواړو هېوادونو لپاره ګټه ور بولي او وايي بايد چې دا لړۍ په راتلونکې کې هم دوامداره وساتل شي.

په غونډه کې د پاکستان ډلې لخوا ګډون وال طاهر خان وايي چې د داسې غونډو اهميت ځکه زيات وي چې له افغانستانه ورغلي مېلمانه به له لوړپوړیو پاکستانیو حکومتي چارواکیو سره وویني او له خپله دريځه به يې خبر کړي.

پخوانې سفارتکار اياز وزير وايي چې دا قسمه غونډې کېدل يو ښه کار دې خو په موجوده وخت کې چې د دواړو ملکونو تعلقات څومره خراب دي نو د هغې ښه کولو لپاره پکار دي چې د پاکستان او افغانستان ترمينځه په لویه کچه مذاکرات وکړل شي.

د ذکر ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې د تېر کال له جون میاشتې راهسې تر پخوا ډېرې کړکېچنې شوې دي،

پاکستان د ۲۰۱۶م کال د جون له لومړۍ نېټې پر تورخم او چمن لاره د تلونکو راتلونکو لپاره د قانوني اسنادو شرط کښېښود او هم د يادې مياشتې په دولسمه (۱۲) نېټه پاکستان پر تورخم د يوې نوې دروازې په جوړولو کار شورو کړو چې پرسر یې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځه یوڅو ورځې وخت پر وخت نښتې شوی وې چې لوجې يې نه صرف دواړو خواؤ ته مرګ ژوبله اوختې وه بلکه د تورخم پوله هم تر پنځو (۵) ورځو د هرقسمه تګ راتګ لپاره بنده وه.

خو د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې له هغه وروسته لا پسې خرابې شوې چې پاکستان د فرورۍ پر ۱۶مه نېټه د تورخم او چمن لارې د هر ډول تګ راتګ لپاره وتړلې خو يوه مياشت ورستو يې دغه لارې بيا خلاصې کړې.

پاکستان دا ګام له هغه وروسته پورته کړ چې په سیند او پنجاب کې بریدونو په لسګونه کسان ووژل.

XS
SM
MD
LG