د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د څارویو بې کیفیته درملو ضد کمپاین


په خوست کې د کرنې او مالداري ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ښار او ولسوالیو په پلورنځیو او حیواني کلینکونو کې به د بې کیفیته او غیر معیاري نباتي او حیواني ناروغیو د دواء درملو د خرڅولو مخه ونیسي.

چارواکي زیاتوي هېچا ته به اجازه ورنکړي، چې په داسو غیر قانوني کړنو د بزګرانو او مالدارنو اقتصاد زیانمن کړي.

دوی یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ د نباتي او حیواني ناروغیو د هغه سلګونه کارتنه بې کیفیته او تاریخ تېره درملو د سوځونې په ځای کې مشال راډیو ته وکړې، چې د ښار د حیواني کلینکونو او نباتي ناروغیو له پلورنځیو راټول شوي ول.

د خوست مرستیال والي شیربادشاه ارګوني مشال راډیو ته وویل، چې د کرنې ریاست په چوکاټ کې به دا ډول فعالیتونه دوام پیدا کړي.

د خوست مرستیال والي زیاتوي:

((هغه زراعتي او حیواني درمل چې له تاریخ څخه تېر شوي ول، د هغو دواخانو او شرکتونو څخه چې پدې بخش کې کار کوي، راټول شوي ول په عام محضر کې وسوځول شول، دا فعالیتونه به دوام کوي، زموږ ټیمونه به ځي غیر صحي خوراکي او په زراعتي او حیواني برخو کې درمل به راټولوي.))

د خوست د کرنې او مالداری رييس انجینر سیمع الله نصرت هم وايي، چې د دوی فني ټیمونو دا توکي له هغو دواخانو، سټورونو او شرکتونو څخه چې غیر معیاري نباتي او حیواني دواء درمل يې خرڅول، د ځايي پولیسو په همکارۍ يې راټول کړي دي.

د کرنې رييس ټېنګار وکړ، چا ته به اجازه ورنکړي چې په دا ډول کړنو د بزګرانو او مالدارنو اقتصاد ته زیان ورسوي:

((د هغو فارمونو او سټورونو نه چې په غیر مسلکي شکل غیر فني کسان په هغه کې لګیا دي او بې کیفیته درمل خرڅوي، دا توکي د ګاونډیو هېوادونو را انتقالوي او دلته زموږ د دهقانانو او مالدارانو اقتصاد ته صدمه رسوي، دې هغې لپاره مو پلان ساز کړی او مخه به يې نیسو.))

د یادونې وړ ده په خوست کې د حیواني بیماریونو لسګونه کلینکونه او د نباتي مرضونو یو شمېر درمل پلورنځي شته، چې تر ډېره په کې غیر فني او غیر مسلکي کسان په کار بوخت دي.

په خوست کې هر کال د حیواني او نباتي بیماریو له کبله ډېر شمېر څاروي مړه کیږي او د بزګرانو کرنیز پیداوار هم زیان ویني.

XS
SM
MD
LG