د لاسرسي ځای

تازه خبر

کردانو په شام کې داعش له یوه هوايي مرکزه پر شا کړی


د شام په شمال کې د امریکې ملاتړ لرونکې د کردي عربو یو ایتلاف وايي، دوی د یو مهم ستراتیژیک هوايي مرکز څخه د اسلامي دولت وسله واله ډله اېستلې ده. یاد هوايي مرکز له ۲۰۱۴ م کال راهېسې د اسلامي دولت په ولکه کې وو.

طلال سیلو، چې د ایتلاف ویاند دی پرون یې د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې د شام ډیموکراټیک ځواکونو د طبقه پوځي مرکز په بشپړ ډول نیولی او اوس د تصفیې او د ماینونو شنډولونو عملیات دوام لري څو هوايي ډګر په بشپړ ډول خوندي کړل شي.

اوس د یاد هوايي ډګر نه د طبقه پراوبو بند چې د داعش په ولکه کې دی، د حملو لپاره ګټه اخیستل کیدای شي. خو بل پلو، وسله والو دړکه کړې چې که ایلافي ځواکونو هوايي بمباري وکړه نو بند خوشې کېدای شي. خو د ایتلاف چارواکو د اسلامي دولت وسله والې ډلې دعوه رد کړې او وايي، د شام ډیموکراټیک ځواکونه توانیدلي چې د اوبو د بند شمالي برخه ترخپل واک لاندې راولي. دوی وايي له دې ځایه د اوبو د بند د فشار د کمولو لپاره کار اخیستل کيدای شي.

بل پلو ملګرو ملتونو، خبرداری ورکړی چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې قصدي ورانکاري او یا هم د ایتلافي ځواکونو بمباري د طبقه اوبو بند د خوشې کېدو په صورت کې د سیلابي ناورین د رامنځ ته کېدو وېره لیدل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG