د لاسرسي ځای

تازه خبر

بحرین کې د ترهګرۍ په تور ۱۴ تنه نیول شوي


بحرین وايي دوی د ترهګرو یوه ۱۴ کسیزه ډله نېولې چې پرې شک کېږي په تېره فبرورۍ میاشت کې پر یو بس د ترسره شوي بمي برید کې یې لاس لرلو او د لوړپوړو حکومتي چارواکیو د وژلو پلانونه یې جوړ کړي وو.

د بحرین د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې د دغې ډلې غړي د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ اود عراقي کتایب حزب الله نیمه نظامي ډلې لخوا روزل شوي وو.

یاد وزارت وايي، د دغو کسانو مالي ملاتړ او څارنه د بحرین د دوو اتباعو لخوا کېده چې اوس په ایران کې شیعه مېشتو سیمو ته تښتېدلي دي.

بحرین چې سنیان پکې حکومت کوي، د ۲۰۱۱ کال له مارچ راهېسې د ناقراریو سره مخ دی. هغه مهال د شیعه ګانو په مشرۍ کې کسانو تر یوې میاشتې پورې د مظاهرو په ترڅ کې د جمهوري اصلاحاتو غوښتنه کوله، خو چارواکو یې مخنیوی کړی و.

چارواکي وايي، په نیولو شويو کسانو باندې شک دی چې د فبرورۍ په ۲۶ مه پر یوبس د شوې حملې ترشا لاس لري، په هغه حمله کې د پولیسو پنځه سرتیري ژوبل شوي وو. د کورنیو چارو وزارت وايي پر دغو کسانو همدا راز شک کېږي چې پر لوړ پوړو حکومتي چارواکود بریدونو پلانونه یې جوړ کړي وو. نوموړی وزارت وايي د دغو کسانو نه یې وسلې او چاودیدونکي مهمات هم نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG