د لاسرسي ځای

تازه خبر

زرداري: افغانستان او پاکستان باید خبرې وکړي


د پاکستان پخوانی صدراو د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري وايي په سرحدي مسایلو د افغانستان او پاکستان ترمنځ مشورې مهمې دي.

نوموړي د اتوار په ورځ د جرمني خبري اژانس ته وویل که د دواړو لوریو مشران په یاده موضوع خبرو ته کېني نو دا به د ترهګرۍ به قابو کولو او سیمه ییز امنیت ته ګټور وي.

زرداري زیاتوي چې د ګډو پولو پر څارنه او مدیریت د کابل او اسلام اباد ترمنځ خبرې له اوږدې مودې راهېسې په ټپه ولاړې دي چې د بیا پیلولو اړتیا یې لیدل کېږي.

اصف علي زرداري په داسې حال کې دا خبرې کړې چې د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه، د شنبې په ورځ له افغانستان سره پر ګډو پولو د اغزنو تارونو غځولو اعلان وکړ. خو د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وویل پر پوله له دوی سره د مشورې پرته د اغزنو تارونو غځول بې ګټې کار دی. پاکستان تر دې وړاندې تر څه باندې یوې میاشتې پورې له افغانستان سره خپلې پولې تړلې هم وې.

XS
SM
MD
LG