د لاسرسي ځای

د کونړ امنیه قومندان وايي داعش ډله ځوانان جلبوي


د افغانستان د کونړ ولایت غازي اباد سیمه

روح الله انوري

د کونړ امني قومندان پاسوال جمعه ګل همت په یوه ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وویل چې له تیرو څو میاشتو راهېسې داعش یا داسلامي دولت وسله واله ډله د کونړ په اکثرو غرنیو او لرې پرتو سیمو کې دځوانانو په جلب او جذب بوخته ده.

نوموړی زیاتوي:

« په دې کې شک نشته چې داعش د نورګل ولسوالۍ په مزار دره کې ،دڅوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل کې، په چپه دره کې، په وټه پور کې همداشان په ماڼوګې او نورو ولسوالیو کې د جلب او جذب فعالیتونه کوي .خو وسله وال فعالیت يی ندی پیل کړی .»

نوموړی وايی په کونړ کې دخلکو په همکارۍ دپخوا په پرتله امنیت ښه شوی او که چېرته بیاهم د داعش په ګډون کومه وسله واله ډله دخلکو د امنیت ګډوډولو هڅه وکړې نو دوی به یی هره حمله شنډه کړي.

«ِ ددوی موقتي مرکزونه موږ ته معلوم دي، دوی اکثره وختونه خپلو مرکزونو ته تغیر ورکوي، خو بیا هم موږ ورته کامله اماده ګې لرو ، ددوي پټن ځایونه به دهمغږو پوځي عملیاتو په نتیجه کې له منځه وړو. په دغو عملیاتو کې به دغوڅ ماموریت ځواکونه هم د اړتیا په وخت کې کومک کوي .»

دکونړ امنيه قومندان پداسې حال کې په یاد ولایت کې دداعش دشتون دزیاتوالي او هغوی سره مقابلې ته د چمتوالي خبره کوي چې د کونړ اوسیدونکي هم د داعش ډلې فعالیتونو اندیښمن کړي دي.

د نور محمد په نوم دکونړ یو اوسیدونکی وايي، د داعش هلو ځلو، له خلکو سره يی زیاته ویره پیدا کړې. دی وايي د سیمې خلک د افغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي، خو له حکومت او نړیوالو غواړي چې د دوی ځواکونه مجهز او شمیر یي زیات کړي.

تراوسه داسلامي دولت یا داعش ډلې په کونړ کې دخپلو فعالیتونو په اړه څه ندي ویلي خو دننګرهار له یو شمیر ولسوالیو هره ورځ داعش سره دجګړو راپورونه خپریږي. دهمدغو جنګونو له امله خلک دخپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او دزیاتو کورنیو غړي هم پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG