د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایې د افغان حکومت له موافقې پرته د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري هر ډول اقدامات او موانع بې ګټې دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند خیر الله ازاد نن مشال راډيو ته وویل چې پاکستان د دواړو هېوادونو په اوږدو کې د دغو موانعو کار د افغان حکومت له هوکړې پرته پیل کړي دي.
"له پاکستان څخه د افغان دولت غوښتنه دا ده، هر هغه اقدام چې ترلاس لاندي نیسي د افغان حکومت په موافقې ترسره کړي."
دا څرګندونې په داسې مهال کیږي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په دې وروستیو کې د پاکستان د پولې په اوږدو کې د موانعو له جوړولو پرده پورته کړه.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز ویلي چې د باجوړ او مومند ایجنسۍ تر ټولو زیاتې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سېمو کې کټارې لګوي.