د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان وکیل تجار وايي، د لارو بندول د افغانستان نه زیات پاکستان ته زیانونه اړوي


د مشال مرکه
د مشال مرکه

په پېښور کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر ( وکیل تجار ) میرویس یوسفزی وايي، د تېرو درېوو کلونو په پرتله، د کابل او اسلام اباد ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډېره زیاته راټیټه شوېده.

نوموړي په مشال مرکه کې زموږ همکار ځلاند یوسفزي ته وویل چې درې کاله وړاندې چې ده د افغان وکیل تجار په حیث په پېښور کې کار پیلاوه نو د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اعشاریه پنځه بیلیونه ډالرو په ارزښت تجارت کېده، خو اوس دا تجارت یو اعشاریه پنځه ویشت اربو ډالرو ته راټیټ شوی دی.

میرویس یوسفزی وايي د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې د راټیټیدو عمده لامل دا دی چې پاکستان د افغانستان په اړه په خپله تجارتي پالیسۍ کې بدلون نه راولي،وخت په وخت د سوداګرو پر مخ دروازې تړي او تورخم ته په لاره ځای په ځای په پاټکونو کې پیسې اخیستل کېږي.

د میرویس یوسفزي سره بشپړه مرکه دلته لاندې په فلش پلیر کې اورېدلای شئ:

مشال مرکه / میرویس یوسفزی
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:24:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG