د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: په موصل کې داعشیان موږ په نښه کړي


د عراق په موصل ښار کې د جګړې انځور
د عراق په موصل ښار کې د جګړې انځور

امريکايي چارواکو د شنبې پر ورځ وويل، د عراق پر موصل د اسلامي دولت وسله والې ډلې د په نښه کولو لپاره شوی هوايي بريد، چې د دغه ښار د اوسيدونکو په وينا، لږ تر لږه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول، په اصل کې د امريکا پوځ کړی و.

چارواکو په بريد کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله تاييد نه کړه، خو په اړه يې د پلټنو د پيل خبره کړې. د روانې مارچ مياشت پر ۱۷ مه شوې له دغه هوايي حملې وروسته امريکايي چارواکو ويل، دوی په پوره ډاډ نه شي ويلی چې ګنې په بريد کې امريکايي ځواکونه شامل ول.

هغه بيان چې د امريکا په مشرۍ نړيوال ایتلاف خپور کړی، ښيي چې عراقي ځواکونو له دوی غوښتي ول چې په ياده سيمه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې اهداف په نښه کړي. نوموړي اېتلاف زياته کړې، په بريد کې ولسي وګړيو ته د مرګ ژوبلې اوختو خبره يې ډېره جدي نيولې او و به يې څيړي.

د اردن په پلازمينه عمان کې د الطاف موساني په نوم د روغتيا نړيوالې ادارې يو چارواکي ايسوشييټډ پريس خبري اژانس ته ويلي، دوی هڅه کوي چې د بريد ټپي شويو خلکو ته روغتيايي خدمتونه برابر کړي.نوموړي زياته کړې، په موصل ښار کې د صحت محکمې چارواکو ورته د دې خبرې پخلی کړی دی چې په هوايي بريد کې تر ۱۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هوډ ښکاره کړی چې د اسلامي دولت وسله والې ډلې پر ضد پيل شوي عمليات به تېزوي. د امريکا د کورنيو او دفاعي چارو وزيرانو په دې وروستيو کې په واشنګټن کې د عراق له وزيراعظم او د ايتلافي ځواکونو له مشرانو سره ليدلي او په موصل کې د اسلامي دولت وسله واالې ډلې ضد جګړې د لا تېزولو پر لارو چارو يې خبرې ورسره کړې دي.

د عراق مرستيال ولسمشر، اسامه النجفي، چې د موصل اوسيدونکی دی، په يوه بيان کې پر ياد ښار د نړيوال ابتلاف په هوايي حملو کې د ولسي وګړيو مرګ ژوبله په کلکه غندلې او د دغې موضوع د جاج اخيستلو لپاره يې د پارليمان د بېړنۍ غونډې رابللو غوښتنه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG