د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ډېورنډ پر کرښه اغزن تار لګوي


د تورخم په پوله د کټارو شاته ماشومان ولاړ دي.
د تورخم په پوله د کټارو شاته ماشومان ولاړ دي.

اسلام اباد - د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه وايي افغانستان سره يې پر ډيورنډ کرښه، په مومندو او باجوړ کې د اغزن تار لګول پيل کړې دي.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه
د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه

د شنبې یا خالي پر ورځ د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې جنرل باجوه اورکزیو او مومندو ته تللی وو او هلته يې له پوځيانو سره ليدلي دي. د باجوه له خولې زياته شوې چې د ترهګرو مخنيوي لپاره به خپله څارنه زياتوي.

د ارشیف انځور، خاصه دارو لاره بنده کړې
د ارشیف انځور، خاصه دارو لاره بنده کړې

تر اوسه افغان چارواکو د جنرل باجوه پر دې خبرو څه نه دې ويلي خو په پخوا وختونو کې پر ډېورنډ کرښه د دروازو او اغزن تار لګولو په مخالفت کې یې ويلي چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوو هوکړو سرغړونه ده.

پاکستان څه باندې یوې میاشتې پورې له افغانستان سره خپلې پولې تړلې وې، خو په وروستیو کې یې یو وار بیا پرانیستې.

XS
SM
MD
LG