د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا: ښايي هېڅکله پوه نه شو چې خالد مسعود ولې برید وکړ؟


د ارشیف انځور کې پولیس د پېښې ځای سره نږدې ولاړ دي.
د ارشیف انځور کې پولیس د پېښې ځای سره نږدې ولاړ دي.

برتانوي چارواکي وايي ښايي دوی هيڅکله پوه نه شي چې څو ورځې مخکې، ۵۲ کلن خالد مسعود ولې د برطانيه پارليمنټ سره نيزدي بريد وکړ.

په دې حمله کې څلور کسان وژل شوي وو. مسعود هم د پوليسو په ډزو کې ووژل شو. تر بريد وروسته، پوليسو يوولس کسان نيولي وو خو تر پرونه پورې يوازې يو په قيد کې تر تحقيقاتو لاندې دی.

هغه تن چې لا هم د پوليسو سره د پوښتنو لپاره موجود دی، اته پنځوس کلن او د برمينګم ښار اوسيدونکی دی. مسعود دې ښار کې اوسيدلی و. پوليسو لس نور نيول شوي کسان پريښي دي.

د برتانيه د ترهګرۍ ضد پوليسو يو لوړپوړي چارواکي، نېل باسو پرون له خلکو وغوښتل چې په دې تړاو که هر قسم معلومات لري، پوليسو سره دې يې شريک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG