امريکايي چارواکو تاييد کړه چې د افغانستان په پکتيکا ولايت کې يې په يو ډرون بريد کې د القاعده يو پاکستانی قوماندان قاري ياسين وژلی دی.
د امريکې دفاع وزارت پرون ( د مارچ ۲۴ مه ) په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د مارچ په نولسم تاريخ وژل شوي ياسين، د تحريک طالبان پاکستان سره هم اړيکې درلودې.
تر دې وړاندې، د طالبانو ځينو سرچينو او يو افغان چارواکي د هغه وژنه مشال ريډيو ته تاييد کړې وه.
قاري ياسين د استاد اسلم په نامه هم پېژندل کېده او پنجاب سره يې تعلق و. پر هغه، د نورو لويو بريدونو تر څنګ د پاکستان په پخواني پوځي آمر، پرويز مشرف د حملې کولو تور هم وو.
امریکايي ځواکونو په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر پاکستاني قوماندانان د بې هوابازه الوتکو له لارې په نښه کړي دي چې د تحریک طالبان پاکستان پخواني مشران بیت الله محسود او حکیم الله محسود هم پکې شامل دي.