د لاسرسي ځای

تازه خبر

الیاس وحدت: له ولس سره پر ټینګ تماس باور لرو


د دې ولایت مدني فعالان او قومي مشران هم د دې خبرې پخلی کوي او وايي چې وازېخوا ، وړ ممۍ ، نکه ، زیړوک او د مرکز اړوند ممدخېل او خواجه خېل هغه سیمې دي چې اوسمهال يې له ځايي ادارې سره د اوسیدونکو اړیکې ډېرې شوي او دولتي واکمني هم پکې پیاوړې شوې ده.

دوي وايي ، پخوا په پکتیکا کې له دې کبله ځېنې پرمختیايي پروژې ردېدې چې ځايي چارواکو هغو سیمو ته لاسرسی نه درلود او د پروژو د کارونو څارنه او ساتنه يې نشوای کولای.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت مشال راډیو ته وویل، دوی د خپلو فعالیتونو په لړ کې ولس سره د اړیکو ټېنګولو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

هغه وویل ، په پکتیکا ولایت کې تر ټولو لویه ستونزه دا وه چې خلک مایوسه وو ، مسوولینو هم خپل مسوولیت نه وو ترسره کړي ، ډېرو سیمو ته دوی نه وو تللي.

الیاس حدت وویل چې دوي دې کار ته لومړیتوب ورکړی او هغو سیمو ته تللي دي چې په لسو کلونو کې هم څوک نه وو ورغلي او هغه خلک له دوي سره د لېدو لپاره مرکز ته ورغلي په لسو کلونو کې هم دولتي ادارو ته نه وو ورغلي.

د الیاس وحدت په وینا ، د دې ګام اخیستلو ګټه دا وه چې هلته دولتي حاکمیت ټېنګ شو، بیا رغونې ته زمینه برابره شوه، موږ هلته کارونه شروع کړل او هلته ستونزې کمې شوې.

له پکتیکا څخه د ځوانانو د پارلمان غړی بریالی جبارخېل وايي ، ځېنې لیرې پرتې ولسوالۍ چې هلته حتی د دولتي چارواکو تګ ناممکن وو، په دا اوس وخت کې موږ د دې شاهد یو چې هلته اوس پروژې پلي کیږي.

د پکتیکا یو قومي مشر سید شریف اغا وویل ، اوسنۍ ادارې د خلکو او حکومت په منځ کې همغږي ډېره راوستې ده، ډېرو لیرې لیرې ولسوالیو ته يې سفرونه کړي او هغه فاصله چې پخوا د خلکو او حکومت تر منځ وه هغه لیرې شوې او باور ډېر شوی دی.

د یادونې وړ ده چې پکتیکا د افغانستان په سویل ختیز کې تر ټولو د پراخې مځکې لرونکی ولایت دی چې ډېری وګړي يې په اقتصادي لحاظ کمزوري او له ټولنیزو پرمختګونو وروسته پاتې شوي دي.

یاد ولایت د شمالي او جنوبې وزیرستان همدارنګه د بلوچستان ایالت سره ۳۶۵ کیلومتره ګډه پوله لري.

XS
SM
MD
LG