د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د شري ناروغۍ یو شمېر ماشومان وژلي


د شري ضد واکسین (پخوانی عکس)
د شري ضد واکسین (پخوانی عکس)

د نورستان عامې روغتیا رئیس ‌ډاکټر محمد اسماعیل ستانکزي مشال راډیو ته وویل دوي سیمې ته داکټران لیږلي و خو وسله والو يي د کار مخه نیولې ده.

نورستان: د افغانستان په نورستان ولایت کې د عامې روغتیا ادارې چارواکي د دې خبرې پخلی کوي چې د یاد ولایت په کامدیش ولسوالۍ کې د شرې له ناروغۍ یو شمېر ماشومان مړ شوي دي.

دوي وايي ، په کومو کلیو کې چې په شري ماشومان اخته دي هلته يي د ډاکټرانو ډلې لیږلې دي خو په سیمه کې فعالو وسله والو ماشومانو ته د شري ناروغۍ د مخنیوي او تداوي لپاره د درملو او واکسینو ورکولو اجازه نده ورکړې.

ځايي خلک وايي ، دوې میاشتې کېږي چې په دې سیمه کې د شري ناروغي خپره شوې ده چې په لسګونه ماشومان یې وژلي او په سلګونه سخت ناورغه دي.

دسیمې یو تن اوسیدونکي مولوي ابراهیم مشال راډیو ته وویل ، “ دا دره مسکینه پاتې ده ، هیڅ اسانتیاوې نشته .د مرضونو د مخنیوي لپاره واکسین یو روا عمل دی او دا یو شرعي امر دی . موږ ورسره هیڅ قسم مخالفت نلرو .که تاسو واکسین راوړئ او که نوره دوايي ستاسو خوښه ده”.

یو بل کس غلام الله ماشومانو ته د رسیدلي زیان په اړه وویل چې هلته د چیچګ ناروغي خپره شوې ده او شاوخوا څلوره سوه ماشومان سږکال ضایع شوي دي.

د نورستان عامې روغتیا رئیس ‌ډاکټر محمد اسماعیل ستانکزي مشال راډیو ته وویل دوي په کامدیش کې د شرې ناروغۍ څخه خبر دي ، سیمې ته يی یوه ډله داکټران لیږلي و خو وسله والو يي د کار مخه نیولې ده.

هغه وویل ، “موږ تیره میاشت یوه ډله ډاکټران هلته ولیږل خو نا مالومو وسله والو يې مخه ونیوله . د فرورې په میاشت کې زموږ روغتیايي مرکزونو ته دوه څلویښت او په روانه میاشت کې اته څلویښت په شري اخته ماشومان راوړل شوي دي .

‌ډاکټر محمد اسماعیل ستانکزيوویل ، له سیمې چې دوي ته کوم معلومات ورکړل شوي دي د هغوي له مخې هلته له یادې ناروغۍ څخه پنځلس ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي وویل چې که وسله وال اجازت ورکړي دوي چمتو دي چې د شري ناروغانو درملنې لپاره ټولو کلیو ته ډاکټران ولیږي

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي چې دوي هیڅکله هم د واکسینو او صحي کار کوونکو مخالفت نه کوي.

روح الله انوري

XS
SM
MD
LG