د لاسرسي ځای

ملګروملتونو په شام کې د ډزبندۍ غوښتنه کړې ده


د شام لپاره د ملګرو ملتونو استازې سټېفین دي میستورا له روس ، ایران او ترکي غوښتي چې په شام کې ژر تر ژره د ډزبندۍ لپاره خبرې پیل کړي چې دا شان په دغه هېواد کې د حالاتو د لا خرابېدو مخه ونیول شي.

سټېفین دي میستورا دا خبرې د جمعې په ورځ په جینوا کې کړې دي. پر دې سربیره نوموړي په جینوا کې د شام د شپږ کلنۍ جګړې د سیاسي حل لارې په موخه هم په خبرو کې د منځګړي په توګه کار کوي.

روس، ایران او ترکي د قزاقستان په سرښار استانه کې خبرې کوي چې دا شان په شام کې د څارنې لپاره نظام جوړ کړي او ډزبندي بهتره کړي.

سټېفین دي مستورا ویلي، هغه د کومې معجزې تمه نه لري خو د ګټورو ګامونو لپاره هیله من دی.

روس، ایران او ترکي په شام کې د ډزبندی تړون کړی دی چې د دسمبر پر ۳۰ مه عملي شوی دی.

XS
SM
MD
LG