د لاسرسي ځای

امریکا وايي روس په لیبیا کې د خپل نفوذ زیاتولو هڅه کوي


په افریقا کې د امریکايي ځواکونو مشر ویلي، روس په لیبیا کې د خپل نفوذ زیاتولو هڅه کوي چې د امریکا لپاره د ډېرې اندېښنې خبره ده.

جنرال تهامس والډ هاسر د جمعې په ورځ خبري غونډې ته ویلي، روس د مصر او لیبیا تر منځ په پوله خپل ځمکني ځواکونه لري او په لیبیا کې د خپل نفوذ زیاتولو په موخه د وسلې خرڅولو او تیلو لپاره خپل ځواکونه کاروي.

نوموړي زیاته کړه چې د روس او د لیبیا د یو لوړ پوړي قومندان خلیفه هفتر ترمنځ داسې رابطې دي چې انکار تری نه شي کېدای.

د روانې میاشتې په لومړیو ورځو کې ای ایف پي او رویټرز خبري اژانسونو هم خبر ورکړی وو چې روس د لیبیا له پولې سره نږدي د مصر په مغربي سیمو کې په یو پوځي اډه کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. خو روس دا راپورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG