د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په لوګر کې اووه وسله وال وژل شوي


د افغانستان د لوګر امنيه قوماندان وايي، د جمعې په ورځ په څرخ ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملياتو په ترڅ کې اووه وسله وال وژل شوي دي.

عصمت الله عليزي د جمعې په ورځ مشال راډيو ته وويل، په دغو عملياتو کې ځينې وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د لوګر چارواکي وايي په څرخ ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې چې درې اوونۍ يې پوره شوي او شاو خوا ٢٢ وسله وال وژل شوي ، ١٠ تنه يې زخمیان شوي او څلور تنه يې نيول شوي دي.

د لوګر امنيه قوماندان وايي، دغه پوځي عمليات به تر هغو دوام کوي چې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو فعاليتونه ختم شوي نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG