د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد عدالت درې لیکوال مذهب ته په سپکاوي تورن کړل


اسلام اباد: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د ترهګری ضد یو عدالت کې پر درو لیکوالانو تور پورې شوی دی چې هغوی مذهب ته سپکاوی کړی دی.

پولیسو او حکومتي چارواکو د جمعې په ورځ ویلي چې مذهب ته د سپکاوي دا تورونه په کراچۍ کې پر دوو تنو او په اسلام اباد کې پر یو تن لګول شوي دي.

چارواکو ویلي چې دا کسان د روانې اونۍ په پیل کې نیول شوي دي او د هغوي کمپوټرونه هم دوي د پلټنو لپاره له ځان سره ساتلي دي.

دا کسان له هغې وروسته نیول شوي دي چې د مارچ پر ۱۴مه نېټه وزیراعظم نواز شریف امر وکړ چې پر ټولنیزه میډیا دې مذهب ته د سپکاوي موادو لرې کړل شي او یا دې هم هغه بند کړل شي.

نوموړي زیاته کړې چې مذهب ته د سپکاوي په اړه مواد خپرونکو ته به سخته سزا ورکول کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG