د لاسرسي ځای

تازه خبر

عثمان کاکړ: په پنجاب پوهنتون کې پر پښتنو برید ریاستي ترهګرۍ ده


عثمان خان کاکړ
عثمان خان کاکړ

د جماعت اسلامي ګوند ښځینه زده کونکو تور پورې کړی چې په پنجاب کې پښتنو زده کونکو د جماعت اسلامي ګوند د ښځو څانګې پر مشرې سمعیه راحیل قاضي برید کړی وو.

اسلام اباد: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي ، په پنجاب پوهنتون کې د جماعت اسلامي د زده کوونکو تنظیم اسلامي جمعیت طلباء له خوا پر پښتنو زده کوونکو شوی تشدد د ریاستي ترهګرۍ پېښه ده.

دا خبره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د یاد ګوند د زده کونکو سازمان پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن له خوا په اسلام اباد کې په تر سره شوي احتجاج کې شوې ده.

دا احتجاج د جمعې په ورځ ناوخته په اسلام اباد کې شوی چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتونخوا سټوډنټس ارګنازېشن مشرانو ورته ویناوې کړې دي.

دوي ویلي ، په پنجاب پوهنتون کې د جماعت اسلامي د زده کونکو له خوا د مارچ پر ۲۱مه پر پښتنو زده کونکو برید د ریاستي ترهګری پېښه ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښ او سنېټر عثمان خان کاکړ مشال راډیو ته وویل چې پر پښتنو زده کوونکو برید کوونکي دې ژر تر ژره ونیول شي.

عثمان خان کاکړ وویل ، دا برید پر هغو پښتنو زده کوونکو شوی دی چې پر ۲۱م مارچ یې د پښتون کلتور ورځ لمانځله او دا پر ټول پښتون قام برید دی.

د نوموړي په وینا ، په پنجاب کې یو پلو په ښارونو کې عام پښتانه په نښه کېږي او په تعلیمي ادارو کې پر زده کوونکو بریدونه کېږي.

هغه وویل ، دا د پنجاب حکومت زمه واري ده چې هلته ټول پښتون ولس ته تحفظ ورکړي او په پوهنتونو کې ترهګري کوونکي له منځه یوسي.

په اسلام اباد کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزیشن له دې احتجاج سره په عین وخت کې د جماعت اسلامي ګوند ښځینه زده کونکو هم احتجاجي مظاهره کړې ده.

هغوی تور پورې کړی چې په پنجاب کې پښتنو زده کونکو د جماعت اسلامي ګوند د ښځو څانګې پر مشرې سمعیه راحیل قاضي برید کړی وو.

د دوی په وینا ، هم دا لامل وو چې بیا پر پښتنو زده کوونکو هم برید شوی وو.

دا له هغه وروسته ده چې د پښتنو زده کوونکو په وینا ، دوی د مارچ په ۲۱مه په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو د کلتور لمانځلو لپاره یو غوڼده جوړه کړې وه چې د اسلامي جمعیت طلباء له خوا پر برید وشو.

په دې برید کې لږ تر لږه ۴۰ کسان ټپي شوي وو.

XS
SM
MD
LG