د لاسرسي ځای

تازه خبر

سږنی کال به تود وي


د ټولې نړۍ نه د جنورې او فرورۍ د مياشتو درجه حرارت د جاج اخيستو پس د يادې ادارې ماهرينو ويلي دي چې په امريکا کې د جنورۍ او فرورۍ په مياشت کې ژمې د معمول نه کم وو او هم دا شان په آسټړيليا کې په دې دوو مياشتو کې ګرمي پر يوځې خو د جاج اخيستو وروسته دا معلومه شوه چې دا دوه مياشتي هلته ګرمي زياته وه.

د ډبليو ايم او مطابق دې نه معلومه شوه چې د۲۰۱۷م کال به ګرم وي۔آیا د اداري رپورټ تر مخه پاکستان کې هم دا کال نور ګرم ثابتېدای شي؟

د دې سوال په جواب کې د پاکستان د موسمياتو ادارې ډايريکټړ ډاکټر محمد حنيف مشال راډو ته وويل چې پاکستان د ګلوبل وارمنګ يا نړيوال درجه حرارت ښکار دې او په موسم کې مختلف بدلون راغلی.

نوموړي په وینا چې په نړۍ کې خو دا کال ګرم کېدو خبردارې ورکړې شوې خو په پاکستان کې به دا کال څومره ګرم وي په دې اړه لا څه نه ویل شوي.

(( په تيرو څو کلنو کې دا کتلې شوي چې د نړيوال درجه حرارت له وجې په پاکستان کې د ګرميانو موسم اوږد شوې دې۔تير کال هم ګرمي زياته وه او تير کال ۲۰۱۶ د ټولو نه زيات ګرم کال هم ګرځول شوې وو او بې شکه دا کال هم ګرم کال کېدای شي خو تر څو چې موږ د پاکستتان د موسم په خصوصي توګه شپږ مياشتې وروسته جاج نه وي اخيستې نو تر هغې د پاکستان په کچه دا ويل چې دا کال به زيات ګرم وي او که نه زموږ ماهرينو لپاره ممکنه نه ده))

په پاکستان کې د موسمياتو او موسمياتي بدلون ادارې وايي چې په نړۍ کې د کاربن ډايې آکسايډ زياتوالي له وجې موسمياتي بدلون راغلی خو د ټولو کم کاربن دايې اکسايډ پاکستان پيدا کوي خو د تولو زيات بيا هم پاکستان متاثره دې.

په دې اړه د موسمياتي بدلون په لړ کې کار کونکې عامر امجد وايي چې پاکستان سره د داسې مخ نيوي لپاره څه مرستندويه بنيادي ډانچه نشته او نه موثره منصوبې شته چې له وجې پاکستان د ټولو زيات موسمي بدلون نه متاثره ملکونو کې راځي.

بل دا چې پاکستان په جغرا فيايي توګه داسې سيمې سره تړلې دې چې د هر قسمه موسم له وجې په آسانه متاثره کېدای شي.

(( ګرمې شدت کمولو لپاره قدرتي يوه طريقه د ونو بوټو لګول دي۔وونې لګولو سره پخپله په هوا کې د کاربن ډايآکسائيډ ګيس کې کموالې راځي۔هم دا شان پلاسټک بوجې او نور داسې څيزونو د ضايع کولو سم انتطام که وشي نو په موسمياتي بدلون کې موږ يوه خپله غټه برخه اچولوې شو۔بل دا چې قدرتي وسايل دې د مصنوعي وسايلوو پر ځايې استعمال کړې شې لکه د هوا او اوبو نه بجلي جورول وغېره دا ټول هغه څيزونه دي چې کلايمټ چينج يا موسمي بدلون کې ښه کرداد ادا کولې شي او په دې لړ کې به حکومت له د ولس ملاتړ کول وي او هغوي له به پوهه ورکول وي))

له تيرو څو کلنو راهیسې په پاکستان کې موسمي بدلون له وجې سيلابونه راتلل،د واورې ګټ يا ايمال ويلي کېدو،اود ګرمي او ژمې موسم کې غېر معمولي بدلونراغلې ۔

په ټوله نړۍ کې ګلوبل وارمنګ يا نړيوال درجه حرات غېر معمولي کېدل او د موسم بدلون ورسته په پاکستان کې هم په دې ورستيو کې د کلايمټ چينج ايکټ ۲۰۱۶منظور کړې شو۔

د دې قانون تر لاندې پاکستان کلايمټ چينج کونسل،پاکستان کلايمټ چينج اتهارټي او پاکستان کلايمټ چينج فنډ شامل دي کوم به چې د موسمي بدلون اثرات کمولو په لړ کې کار کوي۔

XS
SM
MD
LG