د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په مسکو کې د افغان سولې غونډې ته نه ځي


متحده ایالاتو امریکا په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه د بحث لپاره په هغه کنفرانس کې د ګډون بلنه رد کړې ده چې د روسیې په نوښت په مسکو کې جوړېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي پرون وویل، د متحدو ایالاتو استازي به په مسکو کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې ګډون ونه کړي.

دې چارواکي چې رسماً د خبرو اجازه نه لري او ځکه نه غواړي نوم یې واخیستل شي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته په دې غونډه کې د امریکا د نه ګډون د علت په اړه ویلي دي چې په دې اړه له امریکا سره مخکې له مخکې سلامشوره نه ده شوې او امریکا نه پوهېږي د دې کنفرانس له جوړولو د روسیې اهداف څه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مسکو د غونډې په اړه تراوسه رسماً څه نه دي ویلي.

نوموړی چارواکی وايي، واشنګټن په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په مقصد له مسکو سره په سیمه ییزو هڅو کې ګډ کار غواړي.

د دې چارواکي په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن به په راروانه اپریل میاشت کې روسیې ته د سفر پرمهال دا مسئله له روسي چارواکو سره مطرح کړي.

ریکس ټیلرسن.
ریکس ټیلرسن.

د مسکو په غونډه کې د افغانستان، پاکستان، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د څو هېوادونو استازو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې خو افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې طالبانو دې غونډې ته نه دي بلل شوي.

مسکو به اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د کنفرانس کوربه وي

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو پروسږکال د هغو څلور اړخیزو خبرو لړۍ پیل کړه چې وروسته بیا ناکامې شوې.

یادشوی امریکایی چارواکی وايي، امریکا د سیمې له هغو هېوادونو چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې ګټې لري غواړي چې پر طالبانو فشار زیات کړي څو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

د طالبانو دوو قوماندانانو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي دي چې تېره اوونۍ پاکستاني چارواکو په اسلام اباد کې د طالبانو اووه تنه مشران د دې لپاره وربللي وو چې د مسکو له غونډې مخکې یې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

اسلام اباد د نړیوالې ټولنې له خوا تر فشار لاندې دی څو هغه طالب مشران چې په افغانستان کې د دوی د رژیم له نسکورېدو وروسته په پاکستان کې دیره شوي دي له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په روانه اوونۍ کې په واشنګټن کې د خبرو پرمهال افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د استولو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل چې افغان حکومت لاهم له طالبانو سره سولې ته چمتو دی خو ده په دې کې شک څرګند کړ چې طالبان به د پاکستان له فشار پرته د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.

XS
SM
MD
LG