د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: داعش ډله له منځه وړل غواړو


د امریکا په کوربه توب د اسلامي دولت ډلې پر ضد د اېتلاف نړیواله دوه ورځنۍ غونډه پای ته رسېدلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې غونډې په پای کې په خپره کړې ګډه اعلامیه کې ویلي، په واشنګټن کې په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې نړیوال اېتلاف به نه یوازې په پوځي ډګر کې د اسلامي دولت ډلې پر ضد جنګېږي بلکې د دې ډلې مالي سرچینې به هم کنګلوي.

اعلامیه وايي، د اېتلاف غړي هېوادونه ژمن دي چې د اسلامي دولت ډلې وسله وال به په عراق، شام یا بل ځای کې پټنځایونو جوړولو ته نه پرېږدي.

په اعلامیه کې راغلي، غړي هېوادونه به پر انټرنېټ د اسلامي دولت ډلې د تبلیغاتو او د ځوانانو د استخدام مخنیوي هلې ځلې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG