د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران بندیزونه سختول غواړي


د امریکا د دواړو لویو ګوندونو سېنېټرانو یوه نوې قانوني مسوده تیاره کړې چې موخه یې د ایران د بېلېسټېک توغندیو ازموینو او نورو غیر اټومي پوځي فعالیتونو له کبله پر هغه هېواد بندیزونه سختول دي.

دا قانوني مسوده د سېنېټ د بهرنیو چارو کمېټۍ مشرانو جوړه کړې او د رېپبلېکن او ډېموکراټ ګوند اووه، اووه سېنېټرانو یې ملاتړ کړی دی چې د تهران په اړه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سخت دریځ ښکارندويي کوي او په اړه یې ویل کېږي چې په سېنېټ کې به منظوره شي.

د کمېټۍ مشر باب کارکر وايي، دا مسوده د ایران ((هغه بې ثباته کوونکي فعالیتونه)) په نښه کوي چې په منځني ختیځ کې د امریکا ملګري هېوادونه ګواښي.

د دې مسودې له لارې به پر هر هغه کس بندیزونه لګول لازمي وي چې د ایران په بېلېسټېک توغندیو کې لاس لري. دا مسوده به د ایران پر انقلابي ساتونکو هم بندیزونه لګوي.

د ايران انقلابي ساتندويان يوه لوړ پوړی پوځي سازمان دی چې په ايران کې پياوړی سياسي ځواک ګڼل کېږي او د دې هېواد په اقتصاد کې يې همېشه حضور درلودلی دی.

د دې قانون له مخې به له امريکايي ولسمشر څخه دا غوښتنه هم کېږي چې د هر هغه کس او ډلې پانګې کنګل کړي چې په داسې ځانګړو فعاليتونو کې لاس ولري چې له کبله يې پر ايران د ملګرو ملتونو د وسلو بنديز سرغړونه کېږي.

بلخوا ايران دا دريځ خپل کړی چې پر دوی باندې د غېر اټومي بنديزونو سختولو قانون د ۲۰۱۵م کال د هغه اټومي تړون سرغړونه کوي چې د ايران او د نړيوالو طاقتونو تر منځ شوی و.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خبره سپينه کړې چې هغه د ايران پر ضد سخت دريځ خپلول غواړي او کارکر بيا ويلي چې هغه د قانوني مسودې جوړولو پر وخت له سپينې ماڼۍ سره مشوره کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG