د لاسرسي ځای

عراقي پوځي چارواکي او د فعالانو یوه ډله وايي، چارشنبه ناوخته د موصل په رهایشي سیمه کې په چاودنه کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

یوه عراقي قومندان برېګېډییر محمد الجبوري بېګا وویل، د موصل له الجدیدیه ولسوالۍ څخه ۱۰۸ مړي ایستل شوي دي. دا هغه ښاري سیمه ده چې پکې د عراقي حکومتي ځواکونو او د اسلامي دولت ډلې وسله والو تر منځ سخته جګړه روانه ده.

جبوري وویل، دا پېښه د هغو بمونو له چاودېدو سره شوې چې اسلامي دولت ډلې ښخ کړي ول.

د موصل څار په نوم یوې خپلواکه ډلې ویلي د اسلامي دولت ډلې وسله والو ملکي وګړي په زور په درو کورونو کې ورجمع کړل، دوه موټر بمونه یې د کورونو دباندې نصب کړل او خپل نښه ویشتونکي وسله وال یې د بامونو پر سرونو ځای پر ځای کړل.

دا ډله وايي، یوې ناپېژندل شوې الوتکې پر یوه ګاډي بمباري وکړه چې دواړه ګاډي یې وچوول.

ډله زیاتوي، په دې چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۰ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG