د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سوشل مېډیا د مقدسه هستیو سپکولو ضد پاکستان غونډه کوي


د پاکستان داخله وزارت د ټولنیزو رسنیو (سوشل میډیا) د لارې د مقدسو هستيانو سپکاوي په لړ کې د جمعې په ورځ د ټولو مسلمان ملکونو د سفيرانو ٖغونډه رابللې.

تير ماښام په اسلام باد کې خبرې غونډې پر محال د پاکستان داخله چارو وزير چوهدري نثار ويلي وو چې د څه مودې راهسې په سوشل ميډيا د ناموس رسالت او مقدس هستيانو د سپکاوي په اړه خبرې مخې ته را روانې دي۔

ده ووېل چې په دې لړ کې د وزير اعظم او د اعلي عدالتونو د هداياتو نه پس د داخله وزارت په دې اړه هلې ځلې تيزې کړي او په دې لړ کې مهم پرمختګ شوې او په لومړي ځل د ناموس رسالت په معامله فېس بک خپل پلاوې پاکستان ته په رالېږلو تيار شوې دې.

چوهدري نثار وويل چې په دې مسله د جمعي په ورځ د ټولو اسلامي ملکونو سفيران هم راغوښتې شوي دي چې په دې مهمه مسله يو نکاتي ايجنډه جوړه کړې شي۔

د چوهدري نثار په وېنا په سوشل ميډيا د سپکاوي د موادو مسله صرف د پاکستان نه بلکې د ټول اسلامي ملکونه ده او ددې به په اتفاق سره په يوځايې مخ نيوي کول وي۔

(( د جمعې په ورځ د ټولو مسلمان ملکونو سفيران دلته رابللې شوي دي او د سيکرټري داخله لخوا هغوي ته بلنه ورلېږل شوې ده۔په سوشل مېديا چې کوم مواد خپرېږي د دې موږ مقابله کوو ځکه چې دا يواځې د پاکستان نه بلکې د عالم اسلام مسله ده او که موږ په ګډه سره دې مخ نيوي لپاره آواز وچتو نو د هغې به څه اثر وي۔او که ملکي او غېر ملکي سوشل مېډيا د دې باوجود هم دا قسمه حرکت کوي نو بيا به موږ د هغې خلاف سخت نه سخت ګامونه پورته کوو او بيا به نړۍ وګوري۔ځکه چې موږ لپاره د ايمان او اسلام نه زيات بل يو څيز هم مهم نه دې ))

چوهدري نثار زياته کړه چې د رايې اظهار کولو تر يو حده پورې آزادي وي خو چې کله د چا مذهب او عقيده نېغ په نيغه په نښه شې نو هغه آزادي نه وي ناموس رسالت د يو ارب نه زياتو مسلمانانو مسله ده او موږ به په دې لړ کې هر قسمه ممکنه ګامونه پورته کوو۔

د ګستاخانه مواد او د ويب پانړو بندېز په اړه د پاکستان ډيجېتل رايټس مشره نګهت داد وايي چې د انټرنېت يا فيس بک بندول د مسلې حل نه دې دا قسمه مواد ولې خپرېږي او د دې په شا وجوهات څه دي دا به هم لټول و ي۔

د نوموړې په وېنا حکومت له داسې تګلاره جوړول پکار دي چې د سپکاوي مواد همبند کړې شه او د نړيوالو اړيکو لا رې هم متاثره نه شي

(( انټرنېت يا د ويب پانړې بندول د مسلې حل نه دې چې په کومو ويب پانړو زموږ د مذهب او پېغمبر اسلام يا نورو مقدس هستيانو سپکاوې کېږي نو هغه دې بندې کړې شي او فيس بک ته هم هغه بندول پکار دي خو که د دې په طرس کې څه بل څه کېږي نو بيا د هاغه سينسرشپ يابندېز موږ خلاف يو))

په دې ورستيو کې په سوشل مېډيا د مقدس هستيانو او ناموس رسالت په لړ کې مواد شايع شوي وو د څه خلاف چي په اسلام اباد هايکورت کې درخواست جمع کري شوې وو او د هائيکورټ جج په سوشل ميډيا دا قسمه مواد د بندولو حکم جاري کړې وو۔

په تيرو وختونو کې هم په داسي قسمه ويب پانړو په پاکستان کې بندېز لګولې شوې دې۔په کال 2012 کې د پيغمبر اسلام په سپکاوي يو ټيوب هم بند کړې شوې وو چې کوم بيا په 2016 کې بيا بحاله کړې شو۔

XS
SM
MD
LG