د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځواک: افغان ځواکونه د هلمند د سنګین ولسوالۍ له مرکزه ووتل


د ازادي راډیو خبریال ته چارواکو نن پنچشنبه وویل چې امنیتي ځواکونه، د ۲۱۵ میوند قول اردو، د دوهمې لوا مرکز ته چې د سنګین ولسوالۍ "شکرشېلې" سیمې ته نېږدې پرته ده، لېږدول شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمرځواک نن ازادي راډیوته وویل، د ولسوالۍ د مرکز او امنیه قوماندانۍ په ګډون یې هغه لوی پوځي کمپ خوشې کړی چې پخوا د ملي اردو څلورم کنډک په کې ځای پرځای و.

ځواک وویل:

"امنیتي ځواکونه د تکتیک پراساس، د دې لپاره چې ملکي خلکو ته تاوان ونه رسېږي او د ولسوالۍ بازار خراب نشي، وتلي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت ویاند مخکې له ازادي راډیو سره په مرکه کې داسې رپوټونه چې سنګین ولسوالۍ سقوط کړی، رد کړل او ویې ویل چې "شکر شېلې" ته یې اضافي ځواکونه استولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG