د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: پنجاب پوهنتون کې پر پښتنو زده کوونکیو د برید ضد لاریون


د عوامي نيشنل ګوند د ذېلي سازمان نيشنل يوت ارګنايزېشن دا احتجاج د اسلامي جمعيت طلبه د هغه حملې پرضد دی چې د نهې په ورځ یې په پنجاب پوهنتون کې د پښتنو یوې کلتوري دستورې پرمهال کړې وه.

د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د چارشنبې په ماښام شوې دې مظاهره کې ګډون کوونکیو غوښتنه وکړه چې په پنجاب پوهنتون کې د شوې پېښې پلټنې دې وکړل شي او ذمه وارو ته دې سخته سزا ورکړل شي.

د نېشنل يوت ارګنايزېشن سيند څانګې مشر نوراسلام ساپي مشال راډيو ته وویل دوی کله هم په تشدد يقين نه لري او چې څوک هم تشدد کوي نو دوی به ورله په پرامنه توګه ځواب ورکوي.

د نوموړي په وينا دوی چې له پښتنو سره څومره هم ظلم کوي نو ځواب به ورته ملاو شي خو په هغه شکل کې نه په کوم شکل کې چې دوی دا حمله کړې وه.

په دې مظاهره کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د زده کوونکیو سازمان پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن غړي هم موجود ول.

مشال رېډيو سره د خبرو پر وخت د ياد سازمان صوبايي چارواکي قاسم خان غوښتنه وکړه چې څوک هم په دې پېښه کې ککړ دي هغه دې ژر تر ژره ونيول شي.

قاسم خان زياته کړه چې داسې ښکاري لکه کومو خلکو چې پر تعليمي ادارو بريدونه کړي وو او پښتانه ماشومان يې په ارمي پبلک سکول کې وژلي وو نو د دوي او هغه خلکو سوچ يو رنګ ښکاري، بايد چې وفاقي او صوبايي حکومت د دا رنګ خلکو پرضد سخت ګام پورته کړي.

پر دې موقع ګډونوالو په لاسو کې بېنرې هم نيولې وې چې پرې د دغه پېښې د غندنې ليکونه ليکل شوي وو.

د نېشنل يوتهـ ارګنايزېشن يو بل مشر دوست محمد وويل چې په دې وطن کې بيلا بيل قامونه ژوند کوي څوک چې خپل کلتورونه لري او هر قام دا حق لري چې خپلې کلتوري غونډې وکړي.

د دوست محمد په وينا چې دوي ټولو حکومتونو ته ويل غواړي چې که څوک يې د خپل کلتور سره نه قبلوي نو بيا چرته لاړ شي.

د ذکر ده چې د نهې په ورځ د لاهور په پنجاب پوهنتون کې پښتنو زده کوونکو يوه کلتوري دستوره راجوړه کړې وه او په پوهنتون کې د پښتون اېجوکېشن ډیوېلپمېنټ موومنټ چیېرمېن مزمل خان مشال رېډيو ته ويلي وو چې د زده کوونکو يوې بلې ډلې اسلامي جمعيت طلبه د دوی پر دستوره حمله کړې وه چې پکې د نجونو پشمول لږ تر لږه ۴۰ کسان ژوبل شوي وو.

د پنجاب یوه صوبايي وزیر رانا ثنا الله هم پاکستانیو رسنیو ته د دې خبرې پخلی کړی وو چې د اسلامي جمعیت طلبه د پوهنتون غړیو او د دغه سازمان د هېدکوارټر غړیو پر زده کوونکیو برید کړی وو.

XS
SM
MD
LG