د لاسرسي ځای

تازه خبر

'امریکا غواړي داعش له منځه یوسي'


د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن د داعش وسله والې ډلې پرضد جوړ پر نړيوال ایتلاف غږ کړی چې په روانو هڅو کې خپله ونډه زياته کړي.

ټیلرسن دا خبرې په واشنگټن کې د شورو پر ورځ د داعش خلاف د نړيوال اتحاد ۶۸ غړیو هېوادونو غونډې ته کولې.

په غونډه کې پر دې بحث روان دی چې څرنګه په عراق او شام کې داعش ته ماتې ورکړل شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر رېکس ټیلرسن غونډې ته وويل (( امريکا به خپله برخه کار کوي خو ځمکني حالات له تاسو ټولو د لا نور څه کولو تقاضا کوي))

نوموړي وويل هغه له هر هېواده دا غوښتنه کوي چې ارزونه وکړي څنګه په ځانګړې ډول په پوځي او مالي برخو کې مرسته کولی شي.

د ده په وينا په منځني ختيځ کې داعش ته ماتې ورکول د امريکا لومړی هدف دی.

له ٢٠١۴م کال راهیسې د ٦٨ هېوادونو اتحاد دا لومړۍ غونډه ده.

د امریکا بهرنېو چارو وزارت ويلي دي د غونډې مقصد د شام او عراق په باقي پاتې سیمو کې داعش ته د ماتي ورکولو لپاره په نړيوالو کوښښونو کې چټکتیا راوستل او له داعش سره تړلي نورو تنظیمونو فشار اضافه کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG