د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لندن په برید کې څلور وژل شوي، لسګونه ژوبل


د لندن پولیس وايي، د چارشنبې یا شورو پر ورځ له برتانیوي پارلېمان سره نېږدې په ترهګر برید کې یو پولیس افسر په چړو وژل شوی او دوه کسان د وسله وال په ګاډي وهل شوي دي.

د دوی په وینا، یوه مشکوکه بریدګر پر وېسټمنسټر پله پر روانو دوو کسانو موټر وخېژاوه.

پولیس وايي، د دوی په باور یوازې یو کس دا برید کړی دی چې پکې لږ تر لږه ۲۰ کسان ژوبل شوي هم دي. خو دوی وايي چې د ترهګرۍ مخنیوي څانګه یې پلټنې کوي او دا امکان هم شته چې ښايي په برید کې نور کسان هم شریک ول.

دا حمله د لندن پر وخت پر ماسپښين دوه بجې او ۴۰ دقیقې پیل شوه. یوه وسله وال د پارلېمان د امنیتي ساحې دننه له خپل ګاډي سره ننوت او هلته یې یو پولیس په چاقو وواهه او مرګونی یې ژوبل کړ.

وروسته په ساده جامو کې پولیسانو دا کس وویشت او چې روغتون ته رسول کېده نو مړ شو.

په چړې یا چاقو وهل شوی پولیس هم وروسته په روغتون کې ومړ.

يوه ښځه هم چې پر پله روانه وه او د ټېمز سیند ته پرېوتې وه وروسته ژوندۍ و ایستل شوه خو ویل کېږي چې سخته ژوبله ده.

سپینه ماڼۍ وايي، امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ، وزیراعظمې مې ته د پوره همکارۍ باور ورکړی دی.

په سمدستي ډول د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG