د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د شمالي کوریا توغندیزه ازموینه ناکامه شوه'


د امریکا او جنوبي کوریا چارواکي وايي، نن د شمالي کوریا د توغندي ازموینه ناکامه شوې ده.

په وروستیو اوونیو کې د پیانګ یانګ د وسلو د ازموینې لړۍ ته په ټوله سیمه کې د خطر زنګ په توګه کتل کېږي. د شمالي کوریا پالیسۍ په اړه د امریکا استازي جوزف ین نن په سول کې له خپل جنوبي کوریايي سیال کېم هونګ-کیونګ سره ولیدل او د شمالي کوریا په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

ملګرو ملتونو د اټومي او بېلېسټېک توغندیو پروګرامونو له کبله پر شمالي کوریا یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې شمالي کوریا نن د کوم ډول توغندي ازموینه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG