د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وايي د ایران ایټمي تړون منو


د ایټمي مسلو په اړه د امریکايي ولسمشر ډونلډ ترمپ سلاکار کرسټوپر فورډ ویلي ، امریکا د اوس لپاره د نړۍ له ځواکمنو هیوادونو سره د ایران ایټمي تړون ته احترام لري.

دا خبره نوموړي د سېشنبې په ورځ په واشنګټن کې یو کنفرانس ته د وینا پر مهال کړې ده.

هغه ویلي چې د امریکا اوسنی حکومت پر دې سربېره د ایران دا تړون مني چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وار وار نیوکې ورباندې کړې دي.

خو کرسټوپر فورډ زیاته کړې چې د امریکا اوسنی حکومت د ایراني هغه په ګډون د ټولو هغو ایټمي تړونونو جاج اخلي چې د تېرې حکومتي دورې پر مهال شوي وو.

نوموړي دا هم ویلي چې امریکا د روس له خوا د ایټمي وسلو وړلو صلاحیت لرونکي کروز توغندي نصبولو ته د غبرګون جاج هم اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG